دملی ګټو « ملی منافعو» ساتنه اودفاع دهرافغان ایمانی اووجدانی وظیفه ده !
انجنیر سید عبدالقادر                                                                                         انجنیر سید عبدالقادر

يرغلګرو ته !

تاودونه    دغریبو  نیمه       خوا  کړل

نیمه شپه کی لوي واړه دي په ژړا کړل

ښه هوس دناوي زوم دي ځیني واخیست

ځان ته نن ټول  وحشتونه تاروا کړل

ښه په يادمي دي دد وقطبو په وخت کښي

دمظلوم سره به  تاپه  چل  خندا  کړل

اوس هغه مظلوم وهي تر پښودي لاندي

کلي کوريي ورانوي هستي دی غلا کړل

دحساب څخه که نن  پټ سبا به څه کړي

تاریخ    ټو  ل  جنایتونه ستا رسوا کړل

 

                                                                                                                          

۳۱ـــ ۸ ـــ ۲۰۰۸

 

لومړي  ـــ  باید ووایو چي  ملي  ګټي  یعني  څه ؟

دوهم   ـــ ولی په مختلیفو وختونوکي  ځیني ( دولتي واکمنان ، سیاسي ګوندونه ، تنظیمونه ،اواشخاص) دملي ګټو څخه درک اوتعبیر دخپل اولس په وړاني  دعینیت اوحقیقت څخه لیري، دخپلو شخصي  اوګروپي  ګټو په نظر کي  نیولو سره، په یوه اوبل شکل سره تفسیره  وي  .

چی دادوهم سوال په واقعیت کښي  هغه مهمه او اساسی پوښتنه ده ، چي نن زموږ افغان لاس تړلي ملت ورسره مخامخ دي . ځکه نوضرور اولازمه ده چي افغان مسلکي ،سیاسي کارپوهان او په مجموع کي ټول روشنفکران،دملي ګټو پيژندنه ،ساتنه اودفاع  دخپلو خلګو په منځ کښي دجمعي رسانو له لاري داسی  تبلیغ اوترویج کړي،  چی  په هغه صورت کي بیا خلګ کولایسي ،  په اګاهانه ډول  دخپلو ملي ګټو ساتنه اودفاع وکړي . اوس به لومړي ملي کټي تعریف کړو:

ـــ  ملي ګټي « ملي منافع » : دايوپراخ د سیاسي اواقتصادي ارزښتونوڅخه ډک مفهوم دي ، يعني ديوه ملت اوميليتونودژوندانه په ګډ چاپيريال کي هر هغه څّه چي په مادي اومعنوي لحاظ وجود ولري، اودهغوي دژوندانه  دبقا اوپرمختګ سبب ګرځي ، داد هغه  ملت اوميليتونوملي ګټي منعکسوي .

ولي په خاص ډول ملي ګټي عبارت دسیاسي او اقتصادي استقلال ، ملي شتمني ، فرهنګ ، ځمکني بشپړ تيا  او فضايي حريم څخه دي .

که دملي ګټو دپورتنيو شپږو جزو څخه دهر يوه صلاحيت ديوه ملت او ميليتونودارادي څخه په مستقيم ياغير مستقيم ډول سره ووتي . په هغه صورت کي دادهغه ملت او ميليتونوپر ملي ګټو باندي تيري او تجاوز بلل کيږ ي .

نو په هغه صورت کي هغوي حق لري چي دخپلو ملي ګټو ددفاع اوساتني له پاره په خپل توان اوطاقت سره مبارزه    وکړي .

 اوهم  بايد ووايو چي په ټول جهان کي دهيوادونوترمنځ سیاسي ډيپلوماتيک اواقتصادي مناسبات دهغوي دملي ګټو په نظر کي   نيولو سره منځ ته راځي اوساتل کيږ ي . يعني دمتقابل احترام پر اساس تامينيږي اومخ ته ځي .

ولي که په دي مناسباتو کي ديوه طرف ملي ګټي تر پښو لاندي او يا ددواړو تر منځ دملي ګټو توازون په نظر کي نه و ونيول سوي ،   نو په هغه صورت کي دا معلومه خبره ده چي دا سیاسي ډيپلوماتيک اواقتصادي مناسبات ديوه لاس پوڅي رژيم په زريعه سره دملت دارادي خلاف دبرچي په زور پر ولس باندي تحمیلیږي ، چی ښه مثال يي دافغانستان اوسني حاکمیت دی .

 اودا هم یو ښکاره حقیقت دي   چي په ټول جهان کي داسي اصل او منشور وجود نه لري، چي دهغه پر اساس دي ،   ديوه مملکت واکداران خپلي ملي ګټي  دبل ملت په ملي ګټو کي وويني . ولي که دځينو مملکتونوواکداران داسي ادعا وکړي ، او عملي جنبه يي لانه وي پيدا کړي ،  نوپه هغه صورت کي دهغه ملت ملي ګتي ترخارجي  تهد يد لاندي بلل کيږي .

او که دي  خارجي تهد يد عملي جنبه حتا که  ديوويشتمي پيړي دامپريالستي حاکميتونودنوواصطلاحاتو تر نامه لاندي يعني د « تروريزم او مخدره موادو له منځه تلو اويا دښځواو بشري حقوقو او يا دډموکراسي دپولي کولو له پاره  » هم وي . نوپه هغه  صورت کي هغه ملت اوميليتونه حق لري،چي  دخپلو ملي ګټو ددفاع په وړاندي په دواړو حالاتوکښي يعني دخارجي تهد يد اوتجاوز پرضد په خپل ټول  مادي اومعنوي  توان سره مبارزه وکړي .ترڅودخپلو ملي ګټو صلاحيت په خپل لاس کي واخلي .  دپورتني مسلي دښه وضاحت له پاره ښه مثال د۲۰۰۱  کال داکتوبرداومي نيټي دامريکايي لښکرو یرغل دي. چي دخپلو جيټ اود بي ۵۲ الوتکو په زور يي نه تنها دطالبانوحاکميت ته يي دپاي ټکي کښيښاوه  ، بلکه دسلګونو ملکي بي ګناه انسانانو ژوند يي هم  ځيني واخيست . اوکورونه يي په کنډواله ورتبديل کړل  .

چي د د وي دابشري اواقتصادي جنايت په يوه او بله بهانه او په  ښکاره استعماري زورسره ادامه لري . ولي ډير ضدي بشري عمل ددي ير غلګروځواکونوخولادادي چه دهلمند، ننګرها ر، اوکندهاردولايتونوپه ځينو سيمو کښي پرلاس تړلو اوبي دفاع  افغانانو باندي دخپل استعماري زوراوقهردښه ښکاره کيدو  په منظو ريي ډيرزياد يورانيوم لرونکي بمبونه هم وغورزول  . چي په نتيجه کښي په هغو سيمو کښي نه تنهاهيڅ  انسان ژوندي پاته نه سوو،  بلکه هيڅ نوع زنده جان اونبات هم  پاته نه سوو . چي ديوه افغان  کار پوه محترم  (ډاکټر ميره کي) دټلويزيوني مصاحبي په حواله چي چه ډیر مفصل اوهراړخیزبیان يي  په افغانستان کښی ديرغلګرو دیورانیمي بمبونو پر بمبارداو ددي بمبونو پر پیلواو پر بشر باندي دهغو دمنفي تاثيراتوپه هکله وکړي . او هم يي وویل  :  ددي يورانيمي بمبونود زراتو چاره  که  په مسلکي ډول  ونه سي ،  منفي تاثيرات يي تر دوه ميليونوکالو لاډير وخت په بر کي نيسي . چي په دي اړوند څو هفتي مخکي دجهان دبشردحقوقودساتني اداري دانګريز پر ځواکونوهم  سخت انتقاد وکړ . اودايي دملګرو ملتونودمنشور څخه ښکاره سرلغړونه  ا وتیري و بلي  . ولي دانګريز دزاړه استعمار ادامه ورکونکو يعني اوسني واکمنانويي  دنوي امپريالستي اصطلاحاتوپه زوریي داسي وويل : چي موږ دخپلو ملي ګټوددفاع په منظور داحق لرو، چي دهلمند په ولايت کښي يورانيمي بمبونه استعمال کړو . ولي  دافغانستان لاپوڅوواکمنانو ديرغلګرودي ضدي بشري تاريخي  جناياتو په مقابل کښي بیا هم دپخواپه شان چپتيا اختيار کړل .   

 دتعجب ځاي خو لا  دادي ،  چي زموږ په ګران وطن افغانستان کي دنوي ا مپر یالستي نړي واکمنان چي دزرهاووکيلو مترو واټن څخه دخپلو لس هاووزرواجیرو عسکروسره چي په  عصري بشروژونکو سلاحوباندي مجهز راغلي ،يرغل يي کړي ، اوهره شپه او ورځ زموږ دمملکت په مختليفو سيمو کښي ددي غيور ملت ښځي ،کوچنيان ، زاړه ، اوځوانان په شهادت رسوي . او ترمځکي لاندي هستي يي په پټه اوياښکاره استعماري زور سره خپلو مملکتونوته انتقالوي . اودالاس تړلي ملت دد وي اوهم  د دوي دلاس پوڅي دولت تربرچولاندي ددي بشري اواقتصادي جناياتو يوازي دلیدو توان لري   اوبس .

اوس نو اصلي خبره داده چي ايادامريکا تررهبري لاندي دغربي ټولني همدا ملي ګټي دي، چه دوي بايد زموږ په ګران وطن کښي دا بشري جنايات دخپلو اقتصادي اونظامي اهدافو له پاره ترسره کړي ؟

نوپه دي صورت کي بیا دا سوال پيدا کيږ ي ، چي دافغان غيور ملت ملي  ګټي نوچيري دي ؟

ولي دايو ښکاره حقيقت اوهيڅ يو ريښتني افغان ددي څځه سترګي هم  نه سي پټولاي، چي افغانستان نن دامريکا دمتحده ايالاتو ديوويشتمي پيړي دمستعمره هيوادونو په اول صف کي قرار لري . ځکه نودامريکا اوغربي نړي لاس پوڅي افغانان اوجنګ سالاران ديرغلګرو دشتون څخه  په استفاده دملت په منقولو اوغيرو منقولوشتمنيو يي ځانونه دلس هاوو اوسل هاوو ميليونوډالرو خاوندان کړل ، چی ددوی دا چور اوچپاول لړی نوره هم  ادامه لري  .ځکه نوافغان دولتي واکمنان  او  هم يو تعداد  دپردو په  لاس جوړشوي افغاني  سياسي  سازمانونه داشغالګرو داقتصادي اونظامي مخو سره سم  وملت ته ملي ګټي په يوه او بل شکل داصلي محتوا څځه ليري تعريف اوتفسير ه وي    . اودخلګو په منځ کي  داسي ادعا اوتبليغ کوي ،چي دڅولسيزو له پاره بايد  دامريکا تر رهبري لاندي دايتلاف اوناټو ځواکونه په افغانستان کښي پاته سي. اوپه ډيره بي شرمانه اوسپين سترګيو سره وايي  چي تنها  دا  مریکا اود ناټو دځوا کونوپه  موجوديت کښي  افغان ملت اوملي ګټي يي خوندي ساتل کيد ايسي اوبس  .

په داسي حال کي چي د دوي داڅرګندوني ملت دخپل ځان دپاره توهين اودافغان ملي ګټو پرضد يوښکاره عمل بولي . دپورتنيو عيني واقعيتونو څخه په ښکاره ډول معلوميږ ي ،چي دافغان ملت دلاسه دملي ګټو واک اواختيار اخستل سوي ، اوخپل ګران وطن مو دامريکاتر رهبري لاندي دغربي ټولني ترښکاره مستقيمي قوماندي  لاندي راغلي  دي .اوس نو  په داسي حال کي چه يرغلګر ځواکونه يوه  ورځ  تربلي ډير دملت دستر مقاومت سره مخامخ  کيږ ي . او  په دي مقاومت کښي ډير زياد ملکي خلګ خاصتا ( ښځي ، کوچنيان او زاړه ) ديرغلګرودبي ساري بمبار دونواوراکيټونوداورولوپه نتيجه کي په   شهادت رسيږ ي  کورونه اومحلات يي په کنډواله تبديليږي  .

نوپه دي  حساسواوتاريخي شيبو کښي دافغان مقاومت وڅنګ ته پر خپلو خلګو اووطن مينو روشنفکرانو وظيفه څه ده چی دهغي په نتیجه کښی  افغان لاس تړلي ملت ژر تر ژره ددي جنایاتواو بدبختيو څخه نجات پیدا کړي   ؟ چي داهغه  ا ساسي سوال دي چي نن ټول افغاني سیاسي ګوندونه اومستقل روشنفکران ورسره مخامخ دي . چي بايدجواب يي ورته پيدا کړل سي .

 ولي  زما په نظر روشنفکران بايد دخپل تاريخي رسالت له مخي که داروشنفکران دسیاسي احزابوپه صفوفو کي متشکل وي ،  اوياپه نورو اجتماعي سازمانونوکښي ،  اويادهغو څخه دباندي دخپل ملت دپاکو ارمانونودپاره کاراوفعاليت کوي،  په دي ټولوحالاتو کښي دوخت تاريخي غوښتنه ده ،  چي د خپلو  ملي ګټودپوره واک اخيستلو له پاره خپل ترمنځ ددي مقدس ارمان له پاره ګډ تفاهم ته سره  ورسيږي . کيدلايسي داتفاهم د(  سياسي مشترکو غونډو ، ملاقاتونواويادنوروجمعي رسانو له لاري که هم وي .) بايد ژر ترژر ه شروع سي . اوپه دي سیاسي غونډو  کي بايد دافغانستان داوسني لانجي دسياسي حل له پاره پر يوه داسي  ميکانيزم باندي کاراو تفاهم  وسي ،  چّه دهغه دتطبيق په نتيجه کي نه تنهاپه  افغانستان کي امن او ثبات  راسي، بلکه دافغان ملت دملي ګټو واک او اختيارهم باید   بيرته داغيور ملت په خپل لاس کي واخلي . ولي داهم لازمه ده چی دداسي یو ه حیاتي او با ارزښته میکانیزم وړاندیز بایددیوه با صلاحیته  منتخب کمیسون په لاس باندي و ملګرو ملتونوته  اوهم دجنګ دواړو طرفوته ورکول سي . البته دداسي یوه  میکانیزم دمحتوا او متن  په هکله ما د دووکلونوراهیسي ومحترموافغانانو اوجهاني ټولني ته دافغاني ویبپاڼوله لاري وړاندیزونه کړي ، کیدلایسي دامیکانیزم  دلوي افغاني تفاهم په نتیجه کي پراخ او هر اړخیزه  بڼه اختیار کړي .  

او هم باید ووایو چی   دملي ګټو د پورتنيو شپږو جزوتشريح اوتوضيح په دي کوچني  ليکنه کښي  نه سي ځاید لاي، ځکه هرجز بايد جلا په دقيق ډول دعيني مثالونوسره يو ځاي توضيح اوتشريح سي . ځکه نودايوه علا يده اوجلا ليکنه غواړي .

ولي دلته به تنها دملي ګټو پر فرهنګي جز بندي لږ څه مکث وکړو .

ټول افغانان په دې حقيقت باندي  پوهيږي ، چه دهر نظامي يرغل په نتيجه کي ،  دملي ګتو هر طرف ديرغلګرو دستراتيژيو سره سم  ترضربي لاندي نيول کيږي . داځکه چي هغوي غواړي د ملي ګټو هر طرف په خپله ګټه  باندي   وڅرخوي . ځکه نو  دافغاني فرهنګ مادي اومعنوي برخي هم ترمستقیمو ضربو لاندي راغلي دي .مثلا  ددي غيور ملت  هغه تاريخي آثارچی ددي ملت  دتاريخي قدامت اوپه زړه پوري  کلتور ښکارندويي کوله، دهغو ډیره برخه  په پټه اوياښکاره زور سره پرمختليفو لاسونوباندي دمملکت څخه وتلي او وزي .او ددي وڅنګ ته بیا   دفرهنګ معنوي برخه هم دمختلیفو یرغلګرو  تر مستقيمواوغیرمستقیمو  ضربو لاندي نيول سوي  ده . هغه دا چی  تعليمي اوتحصيلي پروګرامونو  کي دپردو ښکاره يرغلونه معلوميږي ، اوافغان دښمنان کوښ کوي چی  ددي لاري څځه افغان نوي نسل دعيني واقعيعتونوڅخه ليري  او دګمراهي پر لارباندي سوق اوتربیه  کړي . او  یازموږ په اسلامي ټولنه کي دعيسويت دپاره تبليغ ، اويانوي نسل ته دډموکراسي تر نامه لاندي دداسي فضامساعدول ،   چی هغه دافغان منل سوي کلتورسره په ښکاره ټکر کښي قرار لري . مثلآ دخارج څخه وافغانستان ته ترمختليفو نومونولاندي دبدلمنو ښځو راليږل ،او هم ځینو افغني میرمنو ته دداسو شرایطو مساعدول چی هغه هم وبد لمنیو ته تشویق کړي . چی دا هغه عیني واقعیتونه دي چی دکابل ښاریان اوهم د ځینونورو ولایاتو ښاریان يي په خپلو سترګو باندي ویني .چی داټول هغه څه دي چی دیرغلګرو دستراتیژیو سره په فرهنګي اړخ کي مخ ته ځي .  او  ياپه کابل کښي دپټونايټ کلپونوجوړول،  چی ددي نايټ کلپونو یو ښه مثال ديوه الماني ژورنالست  هغه مستند  فلم دي ، چی پر(    ۹ ـــ ۶   ــ  ۲۰۰۸ )دشپي پر لس نيموبجو دالمان د      (ان ــ ټی ــ وي )  ټلويزوني شبکي   له لاري څخه  نشر سوو . په دي  فلم کي ژورنالست کوښښ کړي دي چی دکبل دښار حالات اودافغانستان دداخلي اوخارجي ما فيا   

 

اوغربي ډموکراسي ماهیت  څرګند اوبربنډ کړي . دي یونیم ساعته فلم ډیرهغه څه ښکاره کړل، چه په ډیرو يي دافغانستان خلک لا تر اوسه  درست نه دي خبر .  دمثال په ډول : دکابل په  ښار کښي دشپي له خواه څځه یو نایټ کلپ ښکاره کړ،  چی دشپي  د ډيرو باقدرتو داخلي اوخارجي کسانو موټران ورته راروان وه . ولي متاسفانه چی داشخاصو مخان يي په کامره کښي نه ښکاره کول . داترمځکي لاندي یوډیر لوي عصري مجهز نايټ کلپ وو . اوژورنالست واي چی ددي نايټ کلپ څځه ډکابل خلګ  خبرهم  نه دي .

                                                                   تمت بالخیر .


September 2nd, 2008


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات